08/03/2017
زړه وړونکی منظر
ډزې روانې دي. له ودانۍ لوګي پورته کیږي. ناروغان حیران دي. هر یو مرګ ته شیبې شماري. همدې وخت کې چورلکه راغله، لکه کوتره پر بام را کوزه شوه. د یو چا بچي ښکته شول چې د خپلو سرونو په قیمت خپل خلک وژغوري
زما ګرانو سرتیرو!
هغوی چې ستاسو د شهیدانو ملګرو جنازې نکوي، په ځای یې زه بخښنه غواړم. دا ناشکره قام دی. دوی پسې مه ګرځئ، خپلې مقدسې دندې ته د یوه مقدس هدف لپاره ادامه ورکړئ.
اتلانو!
هغوی چې ستاسو حقونه خوري، په خپلو وینو دې ماړه شي.
رښتیا،
زما درته پام و؛
تاسو چې د سرونو په بدل کې خلک ژغورل، هیڅ مو دا پوښتنه ونکړه چې د کوم قوم دي؟ د کوم مذهب دي؟ د کومې سیمې دي؟ کومه ژبه وايي؟ او...
زمریانو!
هغوی دې ستاسو انسانیت ته لوګی شي، چې د دې واحد ملت تر منځ تفرقه اچوي.
ژوند ژوند